ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: کره شواهد لرو چې طالبان د پاکستان په بریدونو کې لاس لري

۱۸ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

منير اکرم وويل، پاکستان کره شواهد لري چې په پاکستان کې دننه ځينې بريدونه د طالبانو د رژيم د غړو له خوا شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې القاعده او پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې او ساتنه یې کړې ده.

هغه وويل، "ټي ټي پي د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ډله ده او بايد د ټولې سيمې او نړۍ لپاره اندېښنه وي."

هغه زیاته کړې، چې دا ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

منير اکرم دا هم وويل، چې طالبانو د پاکستان پولې ته څېرمه د ټي ټي پي غړو ته پټنځايونه ورکړي او دا ډله نږدې هره ورځ له دغو سيمو څخه په پاکستان کې پر اهدافو بريدونه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وایي، د تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې سلګونه پاکستاني پوځیان او ملکیان وژل شوي دي.

هغه وویل: "موږ کره شواهد لرو، چې لږ تر لږه په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي ځینې بریدونه د طالبانو د ډلې د غړو له خوا تمویل شوي وو."

منير اکرم زياته کړه، پاکستاني طالبان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په پرمختللو وسلو سمبال شوي، چې ګودامونه يې افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.

هغه د افغان طالبانو ځينې قوماندانان په ځينو سرحدي نښتو کې په لاس لرلو تورن کړل، چې له امله يې د پولې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې له القاعدې سره د طالبانو د اوږدې مودې اړیکو ته په کتو سره به ډېر وخت نه وي، چې ټي ټي پي په سیمه او نړۍ کې د القاعدې د اجنټ په توګه عمل وکړي.

پاکستاني استازي وویل: "په داسې حال کې چې ځینې ملګري په د داعش د ګواښ په اړه اندیښمن دي، دوی باید په نږدې راتلونکي کې د ځواکمن ټي ټي پي له خوا د ګواښ په اړه هم اندیښمن وي."

د طالبانو پراخې بشري سرغړونې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، پاکستان هم د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د سرغړونو په اړه اندېښنه لري.

منير اکرم وويل، طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې لومړنۍ ژمنې او همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پرې کړې ده.

هغه وویل، طالبانو د دې پر ځای چې محدودیتونه کم کړي، د یو نوي قانون په تصویبولو سره دوی دوه چنده کړي، چې د ښځو غږونه او مخونه عورت بولي.

پاکستاني استازي وویل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دغې ډلې د جدي مبارزې په شرط دي.

نور خبرونه

رادیو