افغانستان د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سيالي د ۶ ويکټو په توپير له سوېلي افريقا وګټله

۱۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان او سوېلي افريقا ترمنځ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ په لومړۍ سيالي کې افغان لوبډلې د ۶ ويکټو په توپير سوېلي افريقا ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د بهترينې توپ اچونې پر مټ دغه لوبه وګټله.

د افغانستان او سوېلي افريقا د کرېکټ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ د لومړۍ سيالۍ پچه سوېلي افريقا وګټله او لومړی يې توپ وهنه غوره کړه.

سويلي افريقا په ۳۳.۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ مندې جوړې کړې.

په افغان لوبډله کې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د توپ اچونې بهترين پيل وکړ.

په دې سيالۍ کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

فاروقي د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو.

افغان ملي لوبغاړو په ۲۵ اورونو کې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

دا لومړۍ لوبلړۍ ده، چې د سوېلي افریقا او افغانستان د لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.

دغه سيالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د عربي متحده اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې تر سره کیږي.

د دې لوبلړۍ دویمه سيالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو