د امریکا استازو جرګې د ملي امنیت سلاکار له افغانستانه د ځواکونو وتلو په اړه شاهدۍ ته بللی

۱۸ ساعتونه مخکې

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رییس مایکل مکال د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته بیا ځلې لیک واستاوه او د ملي امنیت د سلاکار جیک سلیوان څخه یې د کمېټې پر وړاندې د شاهدي د ورکولو غوښتنه وکړه.

مکال په لیک کې روښانه کړې، چې سلیوان او د ملي امنیت شورا له افغانستان څخه د بایډن او هریس د ادارې ګډوډ وتلو پلان او اجرا کولو په اړه غیر معمولي نفوذ درلود.

مکال لیکلي، چې که چیرې سلیوان د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۲۴ پورې په داوطلبانه توګه کمېټې ته حاضر نه شو، مجبور به شي چې یو فرعي حکم صادر کړي.

مکال ویلي، چې سلیوان د وینا او عمل له لارې ښودلې چې هغه د کانګرس له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوي واکونه کارولي دي او مهمې پوښتنې پاتې دي، چې یوازې هغه یې ځواب کولی شي.

ښاغلي مکال زیاته کړې: «زما تحقیقاتو موندلي چې له افغانستان څخه د وتلو په جریان کې د ملي امنیت شورا په مکرر ډول په پرېکړې کولو کې مداخله کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري.»

په ورته وخت کې د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې ډېموکراټانو په دوامداره توګه دغه څېړنې رد کړي او ټینګار کوي، چې دغه څېړنې نه شي کولای دې ته ځواب ووايي، چې څنګه د ټرمپ د خبرو اترو او طالبانو سره د ځواکونو د وتلو په اړه د هغه تړون د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د سقوط د شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه.

له دې سره سم په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د کانګرس له خوا ټاکل شوي ځانګړي څېړونکې په یوې خپلواکې ارزونې کې موندلي، چې د افغان ځواکونو د سقوط «تر ټولو مهم عامل» طالبانو سره د ټرمپ لاسلیک شوی تړون و.

مکال د مخه ادعا کړې وه ،چې د هغه څېړنو ښودلې چې څنګه د بایډن ادارې د امریکا خلک «غولولي او په ځینو مواردو کې یې په کلکه دروغ ویلي دي.»

دغه راپور دا هم تاییدوي، چې کمالا هریس له افغانستانه د وتلو په وروستیو پړاوونو کې له امریکايي پوځیانو سره ملګرې وه.

ښاغلي سلیون لیکلي: «د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې سلیوان لاس درلود. د ادارې او منابعو پخواني مرستیال براین مک کیون شاهدي ورکړه، چې د ملي امنیت شورا د افغان وګړو د وتلو په اړه د تصمیم نیولو مشري وکړه او د کابل د طالبانو له خوا تر محاصره کېدو وروسته د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته د متحده ایالاتو د سفارت د تړلو او لېږدولو پرېکړه یې وکړه.»

نور خبرونه

رادیو