د یوناما مرستیال او په کابل کې د چین سفیر د دوحې د دریمې ناستې په اړه خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

د دوحې د درېيمې غونډې په درشل کې په افغانستان کې د چين سفير ژاو شينګ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال مارکوس پوتزل سره يې وکتل.

ښاغلي شينګ وويل، چې په دې ليدنه کې له افغانستان سره د همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې وشوې.

په افغانستان کې د چین سفیر د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي په ۲۷ مه» په اېکس کې په یوه یادښت کې لیکلي: «زه ډېر خوښ یم، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارکوس پوتزل سره د دوحې د درېیمې ناستې په اړه لیدنه وکړه د افغانستان لپاره د چین او ملګرو ملتونو ترمنځ همکاري پیاوړې کولو خبر شوي."

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ تر دې مخکې د دوحې د درېیمې ناستې په اړه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د دې ډلې استازي ګډون وکړي.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه به د افغانستان په تړاو جوړه شي. په راتلونکې غونډه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې له طالبانو سره څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

نور خبرونه

رادیو