د امنيت شورا په غونډه کې د چین استازی: داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې فعالې دي

۲۱ ساعتونه مخکې

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د چين استازي وویل، چې داعش او نورې وسله والي ډلې په افغانستان کې فعاله دي او باید د همدې «ترهګرو ډلو» پر وړاندې د طالبانو ملاتړ وشي.

دغه استازي وويل، چې دا مهال په افغانستان کې داعش، القاعده او د ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې فعاليت لري.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي زياته کړه، چې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» شتون افغانستان، سيمې او نړۍ ته ګواښ دی.

دغه چينایي استازي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل، چې افغانستان د راتلونکي ژمي له امله بشري مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي له نړۍ وغوښتل، چې له افغانستان سره بشري مرستې زياتې کړي.

هغه وويل، چې لويديځ هېوادونه باید له بشري مرستو څخه د سیاسي وسلې په توګه کار وا نه خلي.

د چين دغه استازي د افغانستان د ناسم وضعت لامل اقتصادي وضعت وباله او زياته يې کړه: «د نړۍ هېوادونه باید د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي.»

واک ته د طالبانو په رسېدو چين له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړيکې ټينګي کړې او خپل تګ راتګ یې زيات کړی دی.

د چين سوداګريزو شرکتونو د افغانستان د کانونو بېلا - بېل قراردادونه تر لاسه کړي دي.

چین لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو واکمنۍ کې یې تېر دوبي خپل رسمي سفیر کابل ته واستاوه او هم یې د بېجینګ لپاره د طالبانو سفیر ومانه.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې تر څنګ د امنیت شورا د غړو هېوادونو د استازو په ګډون نن پیل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو