په کابل کې ‏د یوناما مشرې د امیر خان متقي سره د دوحې غونډې په اړه خبرې اترې وکړې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۸

په کابل کې‏ د یوناما مشرې مېرمن روزا اتنبایوا او مل پلاوي یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې د دوحې درېیمې ناستې اجنډا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په اېکس پاڼه د اغلې اتنبایوا له قوله لیکلي، چې دوی د دوحې د درېیمې ناستې پر اجنډا کار کوي.
‏نوموړې ویلي، هڅه کوي داسې اجنډا جوړه شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
‏د یوناما مشرې وویل، غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات واوري او د اجنډا له وروستي کېدو سره سم به د دوحې درېیمې ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي.
ورته مهال امیرخان متقي هم په ټینګار سره ویلي، چې دا مهمه ده؛ چې داسې اجنډا جوړه شي، چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
‏ښاغلي متقي وویل، افغان حکومت د دوحې د غونډې په اړه خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی او په دې اړه به اړونده لوریو سره کار ته دوام ورکړي.
په پام کې ده، چې د دوحې غونډه د جون میاشتې په ۳۱مه پیل او د جولای په لومړۍ نېټه به پای ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو