ملګري ملتونه: په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتي پېښې ۵۳ سلنه زیاتې شوې دي

۲ ورځې مخکې

ملګرو ملتونو په نوي خپاره شوي راپور کې چې د سې شنبې په ورځ (د وږی په ۲۷مه) خپور شوی، ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د روان کال (د مې له ۱۴مې) څخه د جولای تر پایه شاوخوا ۲۲۰۰ امنیتي پېښې ثبتې شوې چې د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دغه راپور کې راغلي، سره له دې چې د طالبانو مخالفو ډلو لکه د مقاومت او ازادۍ جبهو د دغه هېواد کومه برخه نه ده لاندې کړې؛ خو وايي چې په همدې موده کې دغو ډلو ۷۳ ځلې پر طالب وسله‌والو بریدونه کړي.
ملګرو ملتونو د دغو بریدونو د ځانی زیانونو په اړه دېر جزییات نه دي خپاره کړي.
د داعش خراسان ډلې پر طالبانو د څلورو بریدونو پړه منلې ده.

دغې ‌ډلې ویلي، چې په بامیانو کې یې پر بهرنیو سېلانیانو برید، په کندهار کې د طالب وسله‌والو پر موټریز کاروان برید او په کابل کې د دغې ډلې پر کارکوونکو برید کې ښکېل و، چې له امله یې دغې ډلې ته درانه زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي:« په دې موده کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) څلور تنه قوماندانان په کونړ، پکتیکا، خوست او کابل کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.»
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې د ډیورنډ په کرښه ۱۳ ځلې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوې او دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې ادعاوې هم شوې دي.
خو طالبانو بیا تل ویلي، چې واک ته د دغې ډلې د رسېدو سره په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د داعش ډله یې هم په ګونډو کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې لا هم د داعش ډله د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې فعاله ده او د طالبانو لپاره یې سرخوږی جوړ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو