طالبان: په تېر کال کې د رسنیو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره هر اړخیزه تګلاره جوړه شوې ده

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي، په تېر کال کې د رسنیو شکایتونو د څېړلو او اصلاح لپاره یې هر اړخیزه طرحه جوړه کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو دغه څرګندونې نن سې شنبه (د وږي ۲۷مه) د حکومت په اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دغې ډلې د ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې کړې دي.
دوی وایي، د ټلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چېنلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې چې په پایله کې یې د ټلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو ۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د دوی له پالیسۍ سره سمې اصلاح شوې دي.
مسوولین زیاتوي، چې تر اوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشل شوي، د یوټیوب چینلونو لپاره کړنلاره وروستۍ شوې او د خبریالانو د صندوق کړنلاره هم چمتو شوې ده.
خو له بل پلوه د افغانستان دننه خبریالان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د طالبانو له‌خوا د دوی په کار او فعالیت پراخه بندیزونه او د یوې روښانه تګلارې نشتوالی هغه څه دي، چې دغه خبریالان یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دغه وزارت د ګرځندوی صنعت په اړه وایي، هوډ لري چې دغه صنعت ته په معیاري توګه وده ورکړي.
دغو چارواکو ویلي، چې په همدې موخه یې تېر کال د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ فعاله کړ او اوس‌مهال عملاً زده‌کوونکي په کې روزل کېږي.
دغه مسوولینو وړاندې وویل، چې په تېر کال کې شاوخوا ۹ زره بهرنیو او څه باندې ۹ مېلیونه کورنیو سېلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو