ملاهبت الله: خلک دې د ”اسلامي امارت“ سره اوږه په اوږه ودرېږي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملاهبت الله اخوندزاده په کندهار کې د ”اسلامي پولیسو“ له روزنیز مرکز څخه د طالبانو د فراغت غونډه کې د وینا پر مهال له خلکو غوښتي، چې د دغې ډلې سره اوږه په اوږه ودرېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده شمالي ولایتونو ته له سفر راګرځېدو وروسته په کندهار کې د طالب جنګیالیو د روزنیزو زده‌کړو د فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د (وږي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپلې وینا کې طالبانو ته ویلي:« تاسې مه مایوسه کېږئ زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې اسلامي امارت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.»
همدارنګه ملا هبت الله اخوندزاده طالب جنګیالیو ته د بیت المال پر ساتنه او خلکو سره د ښه سلوک پر کولو سپارښتنه کړې.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالب جنګیالیو د روزنیز پروګرام فراغت غونډه کې د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم ګډون درلود.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تېرې اګسټ میاشتې په ورستیو کې له شمالي ولایتونو څخه د لیدنې سفرونه پیل کړل او د شمالي ولایتونو او قوش تېپې کانال پروژې څخه تر لیدنې وروسته تازه کندهار ته ستون شوی دی.

نور خبرونه

رادیو