د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، په عمان کې د افغانستان سفارت چارې دوی ته سپارل شوې دي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت چارې له تېرو دوو اونیو راهیسې دغې ډلې ته ورسپارل شوې.
ضیا احمد وايي، له دې وروسته به په مسقط کې د سفارت چارې دوی سمبالوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن سې شنبه د (وږي ۲۷مه) په ایکس پاڼه یوه ويډیو خپره کړې او په کې ویلي یې دي، چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت چارې د وږي میاشتې له ۱۹مې نیټې د دغې ډلې استازو ته ورسپارل شوې دي.
نږدې میاشت وړاندې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ويلي ، چې د دوی د وزارت د پروټوکول مرستیال سیف عبدالله الشامسي د «افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر» بدرالدین مولانا باورلیک منلی دی.
نوموړی تر هغه مخکې په متحده عربي اماراتو کې شارژدافیر و چې بیا د سفیر پر ځای ومنل شو.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت «اسلامي امارت» نه و یاد کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، «د عمان سلطنت پلازمېنه مسقط کې د افغان سفارت چارې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتانو له لوري په منظم ډول ترسره کیږي او ټولو ته خبر ورکول کېږي چې یاد سفارت د افغانستان او عمان د وګړو لپاره د ۱۴۴۶/۳/۵ نېټې څخه خپل فعالیتونه او خدمتونه په عادي ډول پیل کړي دي.»
هغه په مسقط کې د سفارت چارې دوی ته سپارل د کابل او مسقط تر منځ د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړيکو په پياوړتيا کې مهمې بللې دي.
‏دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه پورې هیڅ یوه هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او د سیمې ډېرو هېوادونو د سفیرانو په کچه د طالبانو سیاسي استازي نه دي منلي او ډېرو دغو هېوادونو په کاري کچه د دغې ډلې ډیپلوماټیک استازي منلي دي.

نور خبرونه

رادیو