طالبانو په فاریاب ولایت کې دوې ښځې د ”زنا“ او یو نارینه د ښځې تښتولو په تور په دورو وهلي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو ستره محکمه وايي، دوه ښځې یې د ”زنا“په تور او یو نارینه یې د یوې ښځې د تښتولو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د (وږي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د فاریاب ولایت په پښتون کوټ او شیرین تګاب ولسوالیو کې یې دوې ښځې د “زنا” په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یو بل نارینه یې هم له کوره د یوې ښځې د تښتولو په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی.
طالبانو د یادو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ډول سزاګانې ورکول ډېرې ګټورې دي او په دې سره به خلک عبرت واخلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه تورنه یې په ۳۹ دورو وهلې او یو کال بند سزا یې ورکړې او همدارنګه دوه تنه نور تورن یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.
که څه هم د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو له لوري پر طالبانو د دغه ډول سزاګانو پر ورکولو سختې نیوکې کېږي؛ خو طالبان له خپل دې دریځ څخه نه دي په شا شوي او وايي په دې کار سره پر خلکو «شریعت» پلی کوي.

نور خبرونه

رادیو