د طالبانو مخالف ځينو ګوندونو، سياسي بهیرونو او ښځو په يوه ګډه اعلاميه کې د دوحې د دريمې ناستې په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
دغو جریانونو ویلي، چې په دې غونډّ کې د افغانانو د اصلي استازو له ګډون پرته هر ډول خبرې د طالبانو «ترهګرې ډلې» ته امتیازات ورکول دي.
دغو سياسي ګوندونو او جريانونو په يوه اعلاميه کې ټينګار کړی چې د تېرو څلورو لسيزو د ورته خبرو تجربو ښودلې، چې که اداره او د خلګو اراده د خپلو منل شویو استازو له خوا وړاندي نه شي « د ترهګرو حرکتونو سره تعامل به ستونزه هواره نه کړي او د بحران پايلې به لا زياتې کړي»
په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان حاکمیت «غصب» کړی دی او د منظم او رغېدونکي نړيوال تعامل زیاتوالی هغه وخت معنا لري، چې د ټولو خلکو ګټې په پام کې ونیول شي.
خبرپاڼه زیاتوي: « ګوندونه، سیاسي جریانونه، چې د ښځو په مسلو کې ښکیل دي، په هیواد کې د ظلم، ترهګرۍ، تبعیض او توکم پالنې په وړاندې د خلکو، توکمونو او ښځو د ارادې د توضیح په توګه باید په دې ناسته کې ګډون وکړي او د بین الافغاني تعامل په اړه بحث وکړي.»
دغو حرکتونو بیا ویلي، چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کوي، خو په دې شرط، چې «د هغه انتخاب او ماموریت باید د افغانستان په مسله کې د ښکیلو داخلي، سیمه ییزو او نړیوالو جریانونو سره په هر اړخیزه مشوره ترسره شي.
د طالبانو مخالفو سیاسي ګوندونو او د ښځو غورځنګونو ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د احتمالي استازې دنده دا ده چې «د بحران اصلي حل باید د خلګو بشری او اساسي حقونو پر بنسټ وي او نه د تعامل د ترلاسه کولو لپاره د خلګو د کړواونو د هيرولو په لاره کې د اتعطاف او تروریزم سره.»
په اعلاميه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ټاکلو کې هر ډول «يو اړخيزتوب» به د هغه د کار اغېزمنتيا او له هغه سره د کورنيو او نړيوالو جريانونو پر همکاريو اغېز وکړي.
په اعلاميه کې د طالبانو د حکومت د نږدې دريو کلونو «ظالمانه کړنو» ته اشاره شوې او ويل شوي دي: « له دې ډلې سره د تړلو دروازو تر شا هر ډول یو اړخیز تعامل د ارادې، بشري حقونو او ټولو هغو کړاوونو او ناخوالو له پامه غورځول دي، چې په دريو لسیزو کې د افغانستان خلک له دغې ډلې سره مخامخ شوي دي.»
د دوحې دریمه ناسته به د افغانستان لپاره د هېوادونو د استازو په حضور کې د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه جوړه شي.
ملګرو ملتونو د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتوالی» یاد کړی.
دغې غونډې ته طالبان هم بلل شوي او په تېرو څو ورځو کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دوحې ته د خپل استازي د ټاکلو په اړه د رايي ټولو خبر ورکړی دی.