جان بولټن: د دوحې راتلونکې ناسته د نورو هغو په شان بې ګټې ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، د طالبانو وروستیو غوښتنو او د هغوی پخوانیو کړنو او ژمنو ماتولو ته په پام داسې نه ښکاري چې د دوحې درېیمه ناسته دې مثبتې پایلې ولري.

ښاغلي بولټن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي: طالبان غواړي له دغې غونډې څخه خپل مشروعیت تر لاسه کړي چې دا مهال یې نه لري او هغوی د دغه مشروعیت د تر لاسه کولو وړ هم نه دي.
هغه وایي، طالبانو چې له امریکا سره د ځواکونو له وتلو وروسته کومې ژمنې کړې وې، له هغوی یې ښکاره سرغړونې کړي؛ خو نوموړي د دغو ژمنو او سرغړونو په اړه زیات جزییات نه دي ورکړي.
جان بولټن د روسیې له‌خوا د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د اېستلو په اړه هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې دا کار به طالبانو ته لا زیات مشروعیت ورکړي او ښايي له هغې وروسته چین هم ورته چاره ترسره کړي.
که څه هم چې طالبانو تر دې مهاله په رسمي توګه د دوحې په کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون په اړه روښانه دریځ نه دی خپل کړی؛ خو تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي ویلي و، چې د دوحې د غونډې د اجنډا له ترلاسه کولو وروسته به خپل استازي د دوحې د درېیمې ناستې لپاره اعلان کړي.
د نوموړي په خبره، دغه ډله د دوحې د ناستې د بشپړې اجنډا د جزیاتو په تمه ده او له ترلاسه کېدو وروسته به وروستۍ پرېکړه وشي.
د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ په لسمه او یوولسمه ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو