د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې ناروغانو ته پر ښې پاملرنې ټينګار کړی دی

۳ ورځې مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې داسې مهال ناروغانو ته پر ښې پاملرنې ټينګار کړی، چې تېره ورځ طالبانو په بدخشان کې د روغتيا نړۍوال سازمان په مرسته د ۶۰ بستريز نسايي ولادي روغتون د پرانیستې پر مهال د ښځينه پر ځای د نارینه نمایشي معاینه وکړه.

د خواله رسنیو کاروونکو پر طالبانو نیوکې وکړې، چې ښځينه وو ته په ځانګړي شوي د سیټي سکېن په ماشین کې یې د ښځينه پر ځای د یوه نارینه معاینه وکړه.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، نن د (سبټمبر ۱۷مه) د ناروغانو دخوندیبتوب نړۍواله ورځ ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې نن سې شنبه د (وږي ۲۷مه) په ایکس پاڼه د ناروغانو خوندیتوب نړۍوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې، د ناروغ کره او سم تشخیص د هغه د ژوند ژغورلو لپاره اړین دی.
دغه سازمان وړاندې وايي، «راځئ په ګډه کار وکړو چې په افغانستان کې د خوندي پاملرنې لپاره پر وخت او دقیق تشخیص یقیني کړو.»
د روغتیا نړۍوال سازمان داسې مهال په افغانستان کې ناروغانو ته د ښې پاملرنې سپارښتنې کوي، چې دا مهال په افغانستان کې د ولایتونو پر مرکزونو سربېره په لرې پرتو ولسوالیو کې ناروغانو ته ان لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې په نشت حساب دي.
یاد سازمان تېرکال د زمري په میاشت کې ویلي و، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د بودجې د کموالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په میاشت کې یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي و، هره ورځ په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان له هغو ناروغیو خپل ژوند بایلي چې د درملنې او وقایې وړ دي.
‏تېره اوونۍ د طالبانو روغتیا وزیر نور جلال جلالي په پکتیا کې د یوه روغتون د پرانیستې پر مهال ویلي و، چې د ټول افغانستان په کچه په ۴۰۰ ولسوالیو کې یوازې ۹۳ هغه یې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري او پاتې هغه د ولایتونو مرکزونو ته ځي.

نور خبرونه

رادیو