الیاس کیان
سیاسي شنونکی
سیاسي شنونکی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د سترګو حساسو عملیاتو ته اړتیا لري، په کابل کې بند پاتې دی او د ده په څېر د کابل اوسني طالب مشران هم نه پوهېږي، چې څوک او کومه اداره یې جرمني ته د سفر مخه نیسي.
سره له دې چې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګښت په چاره کې د ګوتو په شمېر لانجمنې مسلې پر خپل ځای پاتې دي او لا هم د مشورې ورک سر نه دی مېندل شوی؛ خو لا هم له اوسني کړکېچه د وتلو لپاره روښانه نښې نښانې له ورایه ښکاري.
تېره اوونۍ نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت مثبت او هیله بخښونکی انځور خپور کړ.
په دوحه کې د امریکايي او طالب پلاوو دوه ورځنۍ ناسته پای ته رسېدلې او د دواړو لورو خبرپاڼې تر ډېره مثبت اړخونه لري او د رضایت نښې پکې له ورایه څرګندې دي. خو په دغو خبرپاڼو کې کوم پيغام پروت دی او کوم څیزونه له قلم پاتې دي او ولې؟