د دوحې تړون لا ژوندی دی

الیاس کیان

سیاسي شنونکی

سره له دې چې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګښت په چاره کې د ګوتو په شمېر لانجمنې مسلې پر خپل ځای پاتې دي او لا هم د مشورې ورک سر نه دی مېندل شوی؛ خو لا هم له اوسني کړکېچه د وتلو لپاره روښانه نښې نښانې له ورایه ښکاري.

تر هغه ځایه چې طالبان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو خبره کوي او ټینګار یې دا دی، چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍواله تولنه باید د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپېژني؛ خو د دوی له غوره شویو تګلارو داسې نه څرګندېږی چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې داسې ژر دغې غوښتنې او د طالبانو دغې هیلې ته مثبت ځواب ووایي.

دا هم روښانه نه‌ده، چې دغه اوسنی وضعیت به تر کومه روان پاتې کېږي په داسې حال کې چې د نړۍوالو ژبه لا هم د طالبانو پر وړاندې له نیوکو ډکه، تونده او زیږه ژبه ده.

سره له دې چې طالبان د سیمې له یو شمېر هېوادونو لکه د چین او روسیې سره نژدې راشه درشه لري؛ خو په ټوله کې داسې ښکاري چې لا هم طالبانو د مشروعیت معیارونه نه دي بشپړ کړي، سره له دې چې یو شمېر دولتونه ښایي له طالبانو سره لېوالتیا څرګنده کړي؛ خو دغې ډلې ته په کار دا دي چې د یو لړ شرطونو د پوره کولو لپاره ځان چمتو کړي.

په ظاهره له دغه کړکېچه د وتلو لارې هم شته، طالبان او امریکا دواړه هغه تړون ته ځانونه ژمن ګڼي، چې د ۱۳۹۸ کال په کب کې لاسلیک شو. په تېره بیا امریکایي ارزونې ښيي چې طالبان د ترهګرو ډلو په کابو کولو کې ځواکمن دي.

د دغه تړون په یوه برخه کې راغلي:«ټولیز او دایمي اوربند به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي، د بین الافغاني خبرو اترو ګډونوال به د اوربند په څرنګوالي او نېټې سره سلا مشورې وکړي، چې له مخې به یې د افغانستان د راتلونکي سیاسي برخلیک لپاره لاره هواره شي .»

د امریکایي ځواکونو له وتلو سره، سره بیا هم طالبانو د افغان سیاسي ډلو سره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا و نه ښوده او د افغانستان پخوانی ولسمشر له افغانستانه ووت؛ خو د دغو خبرو تر څنګ، د تړون بنسټ نه دی زیانمن شوی او سیاسي ډلې او په مسله کې ښکېل هېوادونه کولای شي د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه سیاسي کړنلاره جوړه کړي.

امریکایان او نړۍواله ټولنه د یوه پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کېدو ټینګارکوي. طالبان د تړون دغې برخې ته له غاړې اېښودو پرته، نه شي کولای په لنډ مهال کې د امریکا همکاري ځانته راماته کړي، د طالبانو د نه رسمیت پېژندلو په برخه کې یو ستر خنډ همدا دی.

سیاسي مخالفې ډلې هم له طالبانو سره د خبرو اترو په پيلیدا ټینکار کوي او هغو ژمنو ته راګرځي، چې طالبانو له امریکا سره «د بین الافغاني مذاکراتو» په نامه په دوحه کې کړې وې».

د «نوي اسلامي حکومت» د جوړېدو پر دوام د بین الافغاني خبرو اترو په تړون کې طالبانو ته یوه بله هیله بخښونکې خبره دا ده چې، د افغانستان د «بیا رغاونې » لپاره به د امریکا او نورو هېوادونو مرستې «په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې» په معنا وي، چې واشنګټن یې په دوحه کې ژمنه کړې وه. دغه ژمنه تر هغو بشري مرستو څو برابره طالبانو ته زیاته ګټوره ده، چې نن سبا له افغانستان سره شوې یا کېږي.

د دوحې تړون ته د طالبانو د بېرته ستنېدا به هڅوونکې خبره د بندیزونو لرې کول دي. په دغه سند کې راغلي: «د افغاني خبرو اترو له پیل سره به، امریکا د لګول شویو بندیزونو په هکله بیا کتنه کوي او د طالبانو هغه غړي به له تور نوملړه لرې کوي، چې دا مهال په تور لست کې دي.»

امریکا او طالبان تل د دوحې د تړون په پلی کولو ټینګار کوي؛ که طالبان وغواړي چې افغانستان له دغې تورې تیارې وباسي، باید یو سیاسي معنا داره بهیر ته غاړه کېږدي.

د دوحې تړون اوس هم په سیاسي کړیو کې توده موضوع ده؛ خو هغه څه چې ډېر مهم دي هغه دا دي، چې د طالبانو له‌خوا ورته کلکه باملرنه وشي. که داسې څه کېږي نو ښایي افغانستان به د روان کړکېچ څخه د وتو په چاره کې یو نوی ګام پورته کړی وي.