هغه څه چې د طالبانو او امریکا په غونډه کې یاد نه شول

الیاس کیان

سیاسي شنونکی

په دوحه کې د امریکايي او طالب پلاوو دوه ورځنۍ ناسته پای ته رسېدلې او د دواړو لورو خبرپاڼې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره مثبت اړخونه لري او د رضایت نښې پکې له ورایه څرګندې دي. خو په دغو خبرپاڼو کې کوم پيغام پروت دی او کوم څیزونه له قلم پاتې دي او ولې؟

لومړی به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې ته کتنه وکړو:
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبر پاڼه کې لیکلي چې له طالبانو سره دوه اړخیزې خبرې بشپړې او رغنده وې او د تورم یا پړسوب د کچې د ټيټېدو، په ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو او وارداتو پراختیا،د امریکا او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارلو او د افغانانو پر ضد د ترهګریزو بریدونو کموالی او د کوکنارو د کر کیلې د کمېدو په اړه یې ستاینه کړې ده.

د امریکا اندېښنې د دغې خبرپاڼې په ا‌‌‌‌‌‌ډانه کې داسې رالنډې شوي: د دواړو خواو تر منځ د باور جوړونې پياوړتیا، بشري ناورین او د مرستو رسولو اړتیاوې، بشري حقونه او د صنعتي نشه یي توکو قاچاق.

د ټام ویسټ ډله چې پکې د افغانستان او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د هغه هېواد سفیره کرن ډېکر شاملې دي دا یې نه ده روښانه کړې چې له باور جوړونې یې موخه څه ده؟
اصلي خبره دا ده، چې امریکایي لوري په دغه خبر پاڼه کې یو لړ مهمو او حساسو موضوع ګانو ته اشاره نه ده کړې، لکه له ترهګریز تور نوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د افغانستان د کنګل شویو پيسو ازادېدل.

اوس به د طالبانو خبرپاڼې ته هم کتنه وکړو:
طالبانو هم په خبر پاڼه کې د باوړ جوړونې پراختیا ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دواړو غاړو د تور نوملړ د خذفولو، پر طالب مشرانو د بندیزونو لرې کولو، د افغانستان بانک د کنګل شویو پيسو ازادېدلو او د افغانستان اقتصادي ټيکاو او د نشه یي توکو پر ضد مبارزې باندې خبرې کړې دي.

خو طالبان یو ګام مخته تللي او ویلي یې دي چې د باور جوړولو لپاره بنسټيز ګام له تور نوملړه د هغوی د مشرانو د نومونو لرې کول دي.

اوس که دغه دواړه خبر پاڼې وڅېړل شي داسې برېښي، چې د طالبانو لپاره تر هر څه مهمې خبرې دا دي چې یو خو د هغوی د مشرانو نومونه له تور نوملړه و ایستل شي او بل دا چې د افغانستان بانک د شاوخوا اووه ملیارده کنګل شويو ‌‌‌‌‌‌ډالرو ازادېدل دي چې دا مهال د امریکا په واک کې دي.

له بله پلوه د امریکا مهمه غوښتنه هم دا ده چې له ترهګریزو بریدونو خوندي پاتې شي، هغه چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ پېښيږي. که څه هم چې ښایي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د یو شمېر نورو ننګونو په اړه نورې خبرې هم شوې وي، خو تر دې ځایه لږ تر لږه دواړه لوري د هغو له یادولو په څنګ تېر شوي دي.

د افغانانو لپاره د طالباني نظام بڼه او د امیر المومنین په نامه د یو کس له خوا د واګو ولکه کول د منلو نه دي، د داسې یو نظام نشتوالی چې هر څوک پکې ځان نه شي کتلی د نا امنۍ او تاوتریخوالي ستر لاملونه دي، چې دغه هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی.
نه ټام ویسټ نه هم متقي په خپلو ویناو کې د مشروع او قانوني او یا ټولګډونه حکومت په اړه څه ويلي چې ورسره د طالبانو چارسمبالی یا سرپرست حکومت پای ومومي او یا هم ورسره افغانستان مشروع سیاسي بهیر ته سیخ شي. او

نه هم دې خوا ته کومه اشاره شوې، چې د نظام په اړه بحث او حکومتولي نور د امریکا لپاره لومړیتوب نه دی او د نورو افغان سیاستوالو هڅې هم په دې برخه کې کومې پایلې ته نه دي رسیدلې.
خو یو بل واقیعت دا هم دی چې دواړو غاړو، نه طالبانو او نه هم امریکایانو د طالبانو د اوسني نظام د رسمیت پيژندنې په اړه څه ویلي.

د طالبانو لپاره ستره خبره دا ده چې د نړۍوالو له خوا په رسمیت وپيژندل شي چې لاره یې هم له واشنګټنه تیریږي.

‌‌‌‌‌‌ډېر لرې ښکاري چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به په دې ناسته کې دغه ټکي ته اشاره نه وي کړي، خو د دغې ناستې څخه لاس ته راوړنو ته په کتو داسې ښکاري چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو مسله د امریکا لپاره ارزښتناکه نه ده.
کیدای شي داسې پایلې ته سړی ورسیږي چې روان وضیعت هم د امریکا او هم د طالبانو لپاره د منلو وړ نه دی او د خبرو اترو دغه لړۍ به دوام ومومي، پرته له دې چې د بشري حقونو د خوندیتوب، د قانوني حکومت د رامنځته کېدو او له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو اېستل به داسې ژر عملي شي، چې طالبان ورته په تمه دي.