مولوي کبير: په سلو کلنو کې افغانانو جګړې ګټلي او سياست یې بايللی خو موږ دواړه وګټل

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال وايي، په تېرو سلو کلونو کې افغانانو د جګړې میدانونه ګټلي او سياست یې بايللی دی؛ خو «طالبانو» په دغو دواړو برخو کې برياوې خپلې کړې.

مولوي کبير زياتوي، چې د تاریخ څخه زده کړه پکار ده او باید د «جګړې عوامل، بهرنۍ مداخلې او يرغلونه مشخص» کړو.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۵ مې کلیزې نماځغونډه کې وويل: «موږ دا ځل د جګړې او سياست دواړه ډګرونه ګټلي، په شل کلن جهاد کې مو نظامي ډګر، سیاسي او اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړې ده.»

هغه وايي، چې په تېرو سلو کلونو کې افغانان د خپلواکۍ په واقعي معنا نه دي پوه شوي او هېڅ واکمن د ستونزو پر اصلي حل کار نه دی کړی.

مولوي کبیر زیاتوي، چې دوی د راتلونکي لپاره په احتياط ګام اخلي او پر هغو عواملو تمرکز کوي، چې جګړه زېږوي او افغانستان د ناامنۍ پر لوري بیايي.

هغه په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا د نړۍ او سيمې له هېوادونو سره د اړيکو د جوړېدو غوښتنه کړې.

مولوي کبير د هېوادونو د نوم يادولو پرته د سېمې له هېوادونو وغوښتل، چې د پارونکو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي تر څو امنيت، ثبات او د همکارۍ روحيه کمزورې نه کړي.

نوموړي د خبردارۍ په ډول وويل، چې په هر حالت کې د خاوري او خلکو دفاع مسووليت لري

هغه پر غزې د اسراييل بريدونه بیا وغندل او دا یې د نړۍ په سطحه یو لوی ظلم ياد کړ.

مولوی کبير زياته کړه «تر څو چې د غزې پر مسلمانانو د اسرايیل بريدونه دوام ولري، سیمه به امن نه شي.»

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم په دې غونډه کې ويلي وو، په حکومت جوړولو او حکومتي چارو کې د بل چا فرمایش نه مني او نه هم د نورو په خوښه حکومت کوي.

نور خبرونه

رادیو