په کابل کې د امیرالمومنین په لټه کې یو ځوان د طالبانو له خوا ونیول شو

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د کابل یو اوسیدونکي د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو رالیږلې چې په کې یو ځوان د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې له یوې لوحې سره چې پرې یې "د امیرالمومنین په لټه کې" لیکلي دي، قدم وهي.

دغه ځوان د دې کار وروسته د طالبانو له خوا ونیول شو.

د دغه ځوان هویت تر اوسه نه دی په ډاکه شوی خو د ويډيو رالېږونکي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالبانو دغه ځوان نيولى دى او نامعالوم ځای ته یې وړی دی.

له دې وړاندې هم د طالبانو یو شمېر غړو نیوکې کړي چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره یې د لیدلو چانس نه دی پیدا کړی، او دا چې د هغه په شتون په اړه بېلابیلې پوښتنې او شکونه شته دي.

نور خبرونه

رادیو