د طالبانو لوی درستیز: هغه کسان چې په ټولنه کې د ظالم په وړاندې درېږي د ټولنې اتلان یادېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت په پنجشیر او بغلان ولایتونو کې د دغه وزارت لیکو ته د ځوانانو د جذب په یو پروګرام کې وویل: «هغه کسان چې په ټولنه کې د ظالم په وړاندې درېږي د ټولنې اتلان یادېږي.»

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د یادو ولایتونو له بېلابېلو ولسوالیو څخه شاوخوا ۳۴۰ ځوانان د وسله وال پوځ لیکو ته جذب شوي دي.
فطرت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې له ټولو هېوادوالو غوښتي: «هغه کسان چې په هېواد کې د ژبې، قوم او سمت په نوم اختلافونه رامنځته کوي لاسونه یې لنډ کړي.»
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې هر هغه کس چې د طالبانو د ظلمونو او زور زیاتي په اړه غږ پورته کړی، بندي شوی، شکنجه شوی او په راتلونکي کې په چوپ پاتې کېدو ګواښل شوي دي.
له دې سره، دا ډله په بې عدالتۍ، قوم پرستۍ او ژبنيو تعصباتو هم تورنه ده.
ډېری طالب چارواکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې قومي، ژبني او سمتي اختلافات پای ته رسېدلي، خو یو شمېر کړۍ نوي اختلافات رامنځته کوي.
اخوا د روان کال په غبرګولي میاشت کې بیا د منځني ختیځ څېړنیز انسټیټیوټ د یو راپور په خپرولو سره وویل، چې د طالبانو د ۱۱۳۷ مشرانو او لوړ پوړو چارواکو له ډلې ۸۹۱ یې پښتانه، ۵۳ یې تاجک، ۲۸ ازبک او ۶ یې هزاره ګان دي.
اوس نیوکې دا دي، چې طالبان له پښتنو پرته نور قومونه نه مني او هغوی ته لوړې څوکۍ او صلاحیتونه نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو