ځانګړی رپوټ: بریتانیا د افغانستان سفارت طالبانو ته نه سپاري، بلکې تړي یې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو معلوماتو له مخې، د بریتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان سفارت تړي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يو رسمي ليک کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفير زلمي رسول ته د دې پرېکړې په اړه معلومات ورکړي دي.
د رارسیدلو معلوماتو له مخې، افغان سفیر د جمعې په ورځ (د وږي ۱۶مه) د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی و او ترې غوښتل شوي و، چې د سپټمبر په ۲۷مه (د تلې په ۶مه) دې د افغانستان د سفارت دروازه وتړي.
طالبانو د څو میاشتو راهیسي له دغه سفارت څخه غوښتي و چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره دې تعامل وکړي خو دوی ونه کړ او په پای کې طالبانو وویل، چې د دغه سفارت قونسلي خدمات باطل دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د سفارت چارې به د طالبانو استازو ته نه سپارل کیږي او سفارت به د اوس لپاره تړلی وي.
دغه وزارت د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته ۹۰ ورځې وخت ورکړی چې له بریتانیا ووځي او یا هم په دغه هېواد کې پاتې شي.
بريتانيا يو له هغو اروپايي هېوادونو څخه دی، چې د افغان کډوالو ډېر نفوس لري. د سفارت تړل د دې کډوالو لپاره قونسلي چارو ته لاسرسی محدودوي
طالبانو په بریتانیا کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې په اروپا کې دې هغو سفارتونو ته ولاړ شي، چې له دغې ډلې سره تعامل لري.
د جرمني حکومت د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او دا یې د ډیپلوماټیکو چارو په اړه د ویانا کنوانسیون خلاف کار بللی دی.
یوې جرمنۍ رسنۍ څرګنده کړه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړي او موافقه یې کړې چې په مونیخ کې د افغانستان قونسلګري به په جرمني کې مېشتو افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.
دا په لوېدیځو هېوادونو کې دویم افغان سفارت دی چې تړل کېږي. تر دې مخکې امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړلی و.
په تېرو درېیو کلونو کې ښاغلي رسول د طالبانو د ګواښونو او رشوتونو په وړاندې مقاومت کړی او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت غوښتنو ته یې ځواب نه دی ویلی. اوس دا نه ده څرګنده چې نوموړی د سفارت له تړلو وروسته څه کول غواړي.
زلمی رسول په ۲۰۱۹ کال کې په بریتانیا کې د افغانستان د سفیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د حامد کرزي په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی و.

نور خبرونه

رادیو