مناقبي: د طالبانو حکومت د امریکا په هوکړې رامنځته شوی نو ځکه تقنیني حق نه لري

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د طالبانو د "امر بالمعروف او نهې عن المنکر" د قانون په اړه افغان قانون پوه ډاکټر محمد مناقبی په خپل یو تحلیل کې ویلي: «د طالبانو حکومت د امریکا په هوکړې رامنځته شوی او د دې هېواد په پیسو یې دوام کړی، نو ځکه تقنیني حق نه لري.»

مناقبي همداراز ویلي، هغه قوانین چې په فرمانونو تصویب او تحمیل شي، مشروعیت نه لري.
نوموړي طالبان غاصب بللي او وایي، چې یادې ډلې که د امریکا په همکارۍ او یا هم په زوره سیاسي حاکمیت ترلاسه کړی وي، د سیاسي مشروعیت د نه لرلو ترڅنګ د تقنین حق هم نه لري.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د امربالمعروف نوی قانون توشیح کړی، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
په دې قانون کې پر ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي. طالبان پر افغانستان له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۷۰ فرمانونه صادر کړي، چې ښاغلی مناقبي یې نامشروع بولي.
ډاکټر مناقبي په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو منشور ته چې هېڅ دولت د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه د یوې معاهدې په اندازه هم باطله ده او هم مشروعیت نه لري.
قانون پوه ډاکټر محمد مناقبی وایي، چې طالبان تر هغه وروسته واک ته ورسېدل چې په دوحه کې د یادې ډلې او امریکا د هوکړې په پایله کې د دغې ډلې د اوه زره ترهګرو د خوشې کېدو پرېکړه وشوه او همداراز د دولت پروړاندې د وسله والو مخالفینو بریدونو زور واخیست.
د بندیانو خوشې کول د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره د امریکا او طالبانو د تړون یوه برخه وه.
مناقبي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا خلکو طالبانو ته د تقنین صلاحیت ورکړی او که نه وویل، چې خلکو په تېرو درېیو کلونو کې په هېڅ ډول ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې چې مشخص شي داسې یو حق دوی ته ورکړل شوی او که نه.
د نوموړي په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې کابو اته میلیونه خلک د طالبانو د حاکمیت له امله له افغانستانه وتلي دي. هغه وايي،‌ چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه ښځې جوړوي، چې د طالبانو مخالفې دي.
ډاکټر محمد مناقبي وایي، چې د افغانستان د ښځو ترڅنګ د هېواد هزاره ګان، تاجکان، ازبکان، ترکمنان او ان پښتانه هم د طالبانو مخالف دي.
نوموړی زیاتوي، چې د قانون جوړولو حق په هغه حاکمیت پورې تړاو لري، چې له خلکو یې مشروعیت ترلاسه کړی وي او د حاکمیت د ټاکلو حق هم یوازې خلک لري، چې د افغانستان خلک طالبان خپل استازي نه ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي مناقبي تر دې وړاندې هم ویلي و، چې طالبان له شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون له لارې د یو شمېر کسانو په غوښتلو سره غواړي نړۍ ته وښيي، چې حکومت یې ټولګډونه دی.

نور خبرونه

رادیو