د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ یو ځل بیا جګړه پیل شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ځايي اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د ډېورنډ پر کرښه جګړه پیل شوې ده.

د دغو اوسیدونکو په وینا، دا ځل دواړه لوري له درنو وسلو کار اخلي‌ او د پاکستان له لوري ویشتل شوي درنې مرمۍ د افغانستان په خاوره کې په یو شمیر کورونو لګیدلي، خو د مرګژوبلې په اړه یې لا معلومات نشته.

دوی وايي،‌ چې د روانې جګړې له امله کرښې سره نږدې څوک له خپلو کورونو نه نشي وتلی او ټول پاټک، پالوڅو او سټیوان سیمو خلک په کورونو کي بند پاتې دي.

یو شمیر کورنۍ د جګړې له ویرې لا له وړاندې له خپلو کورونو وتلې وې.

د ځايي سرچینو په وینا، له یوې مودې راپه دې خوا طالبانو هڅه کوله، چې د پالوڅو او پټک دوه پوستې جوړې کړي؛ خو پاکستاني ځواکونو یې مخالفت کړی دی.

تر اوسه طالبانو او پاکستان د یادې جګړې په تړاو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه جګړه رامنځته کیږي؛ درې ورځې وراندې هم په دغه سیمه کې جګړه شوې وه. تر دې وړاندې په تورخم، کونړ، پکتیکا او خوست کې په وار – وا د دواړو خواو تر منځ جګړې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو