ایراني پوله ساتو ځواکونو د افغانستان سره په پوله د یو ټن نشه‌یي توکو د نیولو خبر ورکړی

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان ویلي، چې د سږ کال له پیله تر اوسه یې د افغانستان سره په پوله یو ټن او ۳۵۰ کیلو نشه‌یي توکي نیولي دي.
مجید شجاع ویلي، چې دا ټول د دوی د پوله ساتو ځواکونو د ښه سمبالښت بېلګه او نښه ده.

د صدا او سیما خبري اژانس د دغه ایراني چارواکي له قوله لیکلي:« برېښنايي تجهیزات او وسایل زموږ د پوله ساتو ځواکونو په واک کې د نشه‌يي توکو د کشف او موندنې په پار ورکړل شوي دي.»
د خراسان رضوي ولایت په ختیځ کې له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۲ کیلومټره ګډه پوله لري.
مجید شجاع دا رنګه ویلي، چې د سږ کال په اوږدو کې ۱۶۰ زره لیټره قاچاقي تېل هم د خراسان رضوي په ولایت کې نیول شوي دي.
د ایران پوله ساتو ځواکونو په تېرو درېیو کالو کې په وار، وار له افغانستان سره په پوله د نشه‌یي توکو د نیولو خبره کړې ده.
د ایران د نشه‌یي توکو سره د مبارزې مشر سکندر مومني د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې رزا اتونبایوا غوښتي و، چې په هغه هېواد کې د نشه‌يي توکو ستونزه دې د یو جدي ګواښ په توګه په پام کې ونیسي.
سکندر مومني ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په تولید، پرمختیا او د قاچاقو په برخه کې هیڅ ډول کمی نه دی راغلی.

نور خبرونه

رادیو