طالبان: د شریعت بشپړ پلي کول مو سره کرښه او د ټولو چارواکو مکلفیت دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د طالبانو د امربالمعروف وزير په میدان وردګ ولایت کې د خلکو سره د ليدنې پرمهال ويلي، چې د «شريعت پلي کول مو سره کرښه ده» او ټول چارواکي، علما او قومي مشران مکلف دي چې د شریعت د بشپړ پلي کولو هڅه وکړي.‌

طالب وزير خالد حنيفي د هبت الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د پلي کولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ (د وږي ۱۷ مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې حنيفي په میدان وردګ کې د ځايي طالب چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او خلګو څخه غوښتي، چې د «شريعت په عملي کولو» کې هڅې وکړي.

حنيفي ويلي، چې د «شریعت د پلي کولو» لپاره خلکو قربانۍ ورکړي او دا د دوی لپاره سره کرښه ده.

نوموړي په دې ليدنه کې له خلکو غوښتي، چې د مشرتابه حکمونو او لارښوونو ته ژمن پاته شي او نورو ته یې هم ورسوي.

خبرپاڼه زياتوي، چې حنيفي په دې ولایت کې د امربالمعروف محتسبانو ته هم لارښوونه کړې، چې نوی قانون پلی کړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په وروستیو کې د امر بالمعروف نوی قانون توشیح کړ.
په دې قانون کې یو ځل بیا د ښځو او نجونو ترڅنګ پر رسنيو او نورو ټولنیزو مواردو پراخ محدودیتونه لګول شوي او ان په کې د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.
دغه قانون بیا له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی او غندل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو