ډایکندي کې د پنځه ګونو ماشومانو زېږون؛ ۴ یې مړه او د ۵م یې هم روغتیايي حالت نازک ښودل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

په ډایکندي کې د روغتیا په برخه کې طالب چارواکو ویلي، چې یوې مېرمنې د زېږون پر مهال پنځه ګوني ماشومان زېږولي دي.

په ډایکندي کې د عامې روغتیا د روغتیا د برخې مشر غني صمیم سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، چې دغې مېرمنې چې د ګېزاب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، تېره شپه د (زمري په ۵مه نېټه) د نیلي په روغتون کې پنځه ماشومان زېږولي دي.
نوموړي په ډایکندی کې د طالبانو تر واک لاندې د «ملي ټلویزیون» سیمه‌ییز خبریال ته ویلي، چې دغې مېرمنې په یو وار درې زامن او دوه لوڼې زېږولې؛ خو څلور ماشومان یې، نن سهار جمعه د (زمري په پنځمه نېټه) مړه شوي دي.
سرچېنې دا رنګه ویلي، چې د پاتې یو ماشوم روغتیايي حالت هم د اندیښنې وړ دی؛ خو وايي مور یې روغه ده.
په افغانستان کې د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ پر مهال د روغتیايي اسانتیاو نشتوالي نړۍوال بنسټونه اندېښمن کړي او وايي، چې دغلته د مېندو او ماشومانو ژوند له ستر ګواښ سره مخامخ شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ نوي زېږیدلي ماشومان د روغتیايي اسانتیاو د نشتوالي له امله مري.

نور خبرونه

رادیو