سلام حنفي: چين دې د م.م سازمان د امنيت په شورا کې د افغانستان له دريځه ملاتړ ته دوام ورکړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د طالبانو د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وایي، چين دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دايمي غړي په توګه په نړۍوالو ناستو کې د افغانستان له دريځه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن او په کابل کې د چين سفير ښاغلي جاو شېنګ سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې نوموړي د اقتصادي او مهم سياسي شريک په توګه له افغانستان څخه د چين له ملاتړه مننه کړې ده.
هغه هیله ښودلې، چې واخان کوريډور به د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا کې مهم رول ولوبوي.
هغه ويلي، د ګاونډيو په ګډون چين او ټول هېوادونه دې ډاډمن اوسي چې دوی به هيچا ته اجازه ور نه کړي چې د هغوی پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.
د طالبانو د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن د مس عینک کان د استخراج لپاره د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارو په پيل خوښي وښوده.
هغه وويل، چين او افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاريخي، نږدې او پياوړې اړيکې لري.
ښاغلي کن وويل، په افغانستان کې سراسري امنیت دې ته زمينه برابره کړه چې د مس عينک کان پروژې کارونه له اوږده ځنډ وروسته بیا پيل شي.
چین د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې له طالبانو سره نږدې راشه درشه لري او په بیجېنګ کې یې د طالبانو سفیر هم منلی دی؛ خو د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو