طالب چارواکی: په کندهار کې د احمدشاه ابدالي د کور د بیارغونې چارې روانې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د طالبانو غړی عبدالحنان همت وايي، په کندهار کې د دراني امپراتورۍ د بنسټګر احمدشاه ابدالي د کور د بیارغونې چارې روانې دي.

ښاغلي همت وويل، د ياد کور د ترميم چارې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري پر مخ وړل کېږي.

عبدالحنان همت په خواله رسنۍ اېکس ليکلي، چې په کندهار کې د احمدشاه ابدالي کور په خراب حالت کې و او ودانۍ د نړېدو په حال کې وه. هغه زیاته کړې، چې دا اقدام د طالبانو د جګپوړو چارواکو له خوا د کلتوري او تاریخي اثارو د ساتنې په موخه شوی دی.

د دراني امپراتورۍ بنسټ ایښودونکی احمدشاه ابدالي له ۱۷۴۷ څخه تر ۱۷۷۳ پورې د اوسني افغانستان او پاکستان پر ځینو برخو واکمني کوله.

نور خبرونه

رادیو