په پکتیا کې د پخواني حکومت یو افسر وایي «د ځايي طالبانو په برید کې سخت ټپي شوی»

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د تېر حکومت یو افسر تورن محمد ربع باوري وايي تېره سې شنبه د پکتیا په څکمنیو ولسوالۍ کې د ځايي طالبانو په یو برید کې سخت ټپي شوی دی.

دغه افغان افسر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې له ټولبښنې سره دوو طالب وسلوالو «فضل ګل او عطار ګل پرې ډزې کړې او سخت یې ټپي کړی دی.»

د پخواني حکومت د ځانګړي ځواکونو افسر محمد ربع باوري وویل چې هیڅ چا سره شخصي دوښمني نه لري خو یوازې د پخواني نظام کې د کار کولو په جرم په نښه شوی دی.

باوري وویل « پېښه هغه وخت وشوه، چې زما کور ته نژدې دوه طالب وسلوالو پرته له کومو خبرو پر ما یو دم ډزې وکړې او بدن ته یط څو ځایه ووېشتم له هغه وروسته چاته اجازه نه وه چې ما روغتون ته انتقال کړي خو، ځايي کلیوالو مداخله وکړه»

د پخواني حکومت دغه نظامي افسر اوس د پکتیا په حوزوي روغتون کې درملېږي.

دی وايي چې طالبانو فکر کړی و چې دی وژل شوی دی.

باوري وايي د نظام د سقوط پرمهال یې طالبانو ته په هلمند کې تسلیمي ورکړې وه او له څو کلونو راهسې د ټولبښنې له مخې له خپلې کورنۍ سره ژوند تېروي.

دی له طالبانو غواړي چې دغه پېښه وڅیړي او له هغه کسانو پوښتنه وشي چې دی یې په نښه کړی دی.

په ورته مهال د تېر حکومت د پکتیا ولایتي شورا پخواني غړي تاج محمد منګل دا پېښه غندلي ده.

تاج محمد منګل په خپل فیسبوک کې لیکلي «دا څومره دردونکې ده، چې ستا مشر په فرمان خلک باور لري، عادي ژوند کوي، یوې ګولۍ ډوډۍ ته حیران په کور ناست دي او بیا د کور مخې ته پرې برید کوې»

واک ته له بیا رسیدو مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله، د پخواني حکومت ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته عمومي بښنه وکړه، خو په ډیرو مواردو کې طالبانو دغه بښنه پلې نه کړه او ډیر شمیر پخواني پوځیان د طالبانو له خوا شکنجه، ووژل شول او یا هم تري تم شول، یو شمیر نور بیا د طالبانو له ویرې لا هم په پټه ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو