د امریکا د کانګرس غړې د تروریستي سازمان په توګه د طالبانو د پېژندلو لپاره طرحه وړاندې کړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د امریکا د ولسي جرګې استازې نانسي مېس کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې یې غواړي طالبان د بهرني ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي.

د «ترهګرو دولت د رسمیت پېژندلو د مخنيوي» په نوم لايحه د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو مخه نيسي، چې تر اوسه یې یو هېواد هم په رسمیت نه پېږي.

هغې وويل: "ازادي او عدالت ایجابوي چې موږ هر ډول ظلم او استبداد رد کړو." "دا لایحه به دا یقیني کړي چې متحده ایالات به هیڅکله د طالبانو تروریستي رژیم په رسمیت ونه پېژني."

اغلې مېس وویل، "موږ به د امریکا د حکومت د هغو اقداماتو په منع کولو سره چې طالبانو ته مشروعیت ور کوي او د دې ډلې حکومت د یوه داسې دولت په توګه په رسمیت پېژندلو سره چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، د دغه یاغي حکومت د بربریت پر وړاندې په کلکه ودرېږو."

د مېس دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، که دغه لایحه تصویب شي، نو د طالبانو د تسلیمېدو یا رسمیت پېژندلو مخه به ونیسي.

په بیان کې راغلي: "دا قانون به منځني ختیځ ته یو واضح پیغام واستوي: متحده ایالات به هېڅکله د ترهګرو تر کنټرول لاندې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي."

دا لومړی ځل دی چې په کانګرس کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو د مخنیوي لپاره داسې طرحه وړاندې کیږي.

د نانسي مېس په وینا، د دې لایحې یو مهم ټکي دا دي چې د امریکا هیڅ دولتي اداره نه شي کولای د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني او یا د هغه لپاره بودیجه ځانګړې کړي.

دا لایحه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ته اړ کړي چې طالبان د "ترهګرۍ ملاتړي حکومت" او "بهرني ترهګر سازمان" په توګه معرفي کړي.

نور خبرونه

رادیو