طالبانو په هرات کې په 'پخواني سره رنګ کې' د درې ټایریزه رېکشاو په ګرځېدو بندیز لګولی

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

په هرات کې د طالبانو د ټرافیکو مشر ویلي، «په پخواني سره رنګ کې» به هغه درې ټایریزه رېکشاوې راټولې کړي چې دا مهال د ښار په واټونو تګ راتګ کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د ذبیح الله اکبري له قوله لیکلي، چې دغه رېکشاوې «خوندي نه دي او د ښار د ککړتیا لامل» کېږي.

خو نوموړي دا نه دي ویلي، چې ولې یوازې په «سره رنگ» کې پخوانۍ رېکشاوې ټولیږي او که دغه پخوانۍ رېکشاوې په بل رنګ کې وي هغه به هم ټولې شي که څنګه.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې دغه رېکشاوې د ښار د ننه د تګ راتګ اجازه نه لري؛ خو له ښاره د باندې کولای شي چې له یوې سیمې نه بلې ته تګ راتګ وکړي.

اکبري دا رنګه ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۷۰۰ موټر سایکلونه او ۳۰۰ رېکشاوې د ګرځېدو جواز د نشتوالی او د ټرافیکي قوانینو څخه د سرغړونو له امله درول شوې دي.

خو هغه دا نه دي ویلي، چې د دغو رېکشاو په راټولو سره به د رېکشاو خاوندانو ته خساره ورکړي او که نه.

نور خبرونه

رادیو