طالبان د دوشي - بامیانو د برېښنا پروژې چارې بیا له سره پیلوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د دوشي- بامیان د برېښنا تړون په ۱۳۹۵ کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال لاسلیک شوی و؛ خو د ځینو ستونزو له امله دغه پروژه پلې نه شوه.
اوس طالبان وايي، د یادې پروژې عملي چارې پیلوي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۴مه) راپور ورکړی، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د بامیان والي سره په لیدنه – کې د بامیان- دوشي برېښنا د نیمګړې پروژې د بیا پیلېدو ژمنه کړې ده.
په راپور کې د ښاغلي منصور له قوله ویل شوي، چې د دوشي ـ بامیان د برېښنا پروژې د بیا پیلېدو تر څنګ به په بامیانو کې د اوبو زېرمه کولو د بندونو په جوړېدو سره د اوبو ستونزه هم هواره شي.
د دغې پروژې تړون د ۱۳۹۵ کال په پسرلي کې د تېر جمهوري حکومت پرمهال د برېښنا شرکت او د اسیا پراختیايي بانک تر منځ لاسلیک شوی و.
د دغه تړون له مخې، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ څخه تر بامیانو د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد ذکر هم شوی و.
تمه وه، چې دا پروژره به د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ په درېیو کلونو کې بشپړه شي.
له دوشي ولسوالۍ څخه تر بامیان ولایته د برېښنا د انتقال پروژې د تړون د لاسلیک پر مهال ویل شوي وو، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په دغه ولایت کې ۲۰ زره کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.

نور خبرونه

رادیو