طالبانو په خاص روزګان کې د شیعه دیني عالم د وژنې په تور تر ۴۰ زیات هزاره ګان نیولي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د روزګان ولایت د خاص روزګان ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړه، چې طالبانو د يوه هزاره ديني عالم د وژلو په تور شاوخوا ٤٣ تنه هزاره ګان د شش پر له سيمې نيولي دي.

ځايي خلک وايي، ملا د روزګان په خاص روزګان کې د "ځنځیري قتلونو" په لړ کې وژل شوی دی.

د چنګاښ په ۳۰مه، سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ناپېژاندو وسله والو د خاص روزګان ولسوالۍ د یوه جومات ملا امام رستم رحیمي په چړو وواژه او په جومات کې دننه ووژل شو.

اوس سرچينې وايي، چې په دې وروستيو ورځو کې طالبانو د شش پر سيمې اوسېدونکي رابللي او يو شمېر يې د پوښتنو ګروېږنو لپاره وړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ يو شمېر بنديان تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي، خو د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو نيول شوي.

شاوخوا ٤٣ کسان دا مهال په توقيف کې دي.

د سرچینې په وینا؛ طالبانو د پنجشنبې په ورځ هم د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي.

څو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د ښاغلي رحیمي مېرمن له بریده وروسته د لومړي ځل لپاره جومات ته تللې وه.

د سرچينې په وينا؛ د ښاغلي رحيمي مېرمن وايي، بريدګر "پښتانه" وو، خو طالبان د هغې شهادت نه مني او وايي، له دې امله چې ښځه ده، د هغې د شهادت د تاييد لپاره بايد بله ښځه ګواهي ورکړي.

سرچينې زياته کړې، چې طالب چارواکي هڅه کوي چې د شيعه عالم د وژنې پړه پر هزاره ګانو واچوي.

تېر کال یوناما تایید کړه، چې د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د هزاره ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنې روانې دي.

تر دې مخکې د شش پر سيمې اوسېدونکو ويلي وو، چې د رستم رحيمي وژنه په تېرو درېيو کلونو کې د سيمې د اوسېدونکو ٢١مه وژنه ده.

د سیمې اوسېدونکي طالبان د هزاره ګانو په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي.

تېر کال په روزګان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې د روزګان خاص ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي په "منظم او هدفي" ډول وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو