حقاني: څوک چې د نظام پر وړاندې د مخالفت په فکر کې دي، باید له دې فکرونو لاس واخلي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو پرانېستلو ته د بهرنیو هېوادونو لېوالتیا د دې ښکارندویي کوي، چې دوی د افغانستان له وضعیت څخه ډاډمن دي.

نوموړي پر خپلو مخالفینو هم غږ کړی، چې له مخالفته لاس واخلي.

سراج الدین حقاني د امنیت نیوونکو طالبانو په ستاینغونډه کې وویل، هغه کسان چې تر اوسه د نظام پر وړاندې د مخالفت په فکر کې دي، باید له دې فکرونو لاس واخلي.
ښاغلی حقاني وایي: «په ټولو افغانانو غږ کوم چې له افغانستانه بهر د جلا وطني او بې حیثیتۍ ژوند پرېږدي او دلته د ولس او نظام ترڅنګ ودرېږي.»
د نوموړي په وینا؛ هیله لري چې په سیاسي اصطلاحاتو کې د سیاسي مخالفینو اصطلاح د ټولو "وروڼو افغانانو" په اصطلاح بدله شي.
ښاغلی حقاني په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې بلومبرګ خبري رسنۍ څو ورځې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ایټالیا او اسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانېستلو په اړه غور کوي.
دا مهال په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو سفارتونه نه شته؛ خو د اروپايي ټولنې پلاوى په کابل کې مېشت دى.
د امریکا په ګډون ډېری دغه هېوادونه په افغانستان کې خپل ډېپلوماتیک ماموریتونه له دوحې څخه اداره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ادعا کوي چې د دې ډلې استازولۍ د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې فعاله دي.

نور خبرونه

رادیو