عبدالسلام حنفي د یوناما استازې ته: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې راوسپارل شي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ملګرو ملتونو له استازې سره په لېدنه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو د غوښتنې تر څنګ له تور نوملړه د یادې ډلې د مشرانو د نومونو د اېستلو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې د امنیت، د مرستو د وېش او د دوحې د درېیمې ناستې د جزییاتو په اړه خبرې کړې دي.
په یاده کتنه کې مېرمن روزا اوتنبایوا د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې ملګري ملتونه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، له ناچاودو ماینونو څخه د ځمکې د پاکولو، چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې تګلارې لري، چې په عملي کولو کې یې د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري.
په دغه کتنه کې ښاغلي حنفي د ملګرو ملتونو له استازې څخه غوښتنه کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دغې ډلې ته وسپارل شي.
همدارنګه حنفي روزا اوتنبایوا څخه غوښتنه کړې، چې له تور نوملړه دې د یادې ډلې د مشرانو د نومونو د اېستلو تر څنګ دې، لګېدلي بندیزونه هم لرې کړل شي.
په دغې لیدنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د امنیت ټینګښت، د نشه‌یي توکو پر کښت، قاچاقو، استعمال، سوداګرۍ بندیزونه او د اداري فساد له منځه تلل د خپلو لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.
حنفي ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان او نور مرستندویه بنسټونه دې د روغتیا، ښوونې اورزنې، کرنې او نورو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي و چې طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو