د طالبانو د روغتیا مرستیال وزیر: په افغانستان کې د درملو ۷۷ فابریکې فعالې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي، د درملو اړوند فابریکې د پرانیسو مراسمو کې وویل، چې په افغانستان کې د درملو ۷۷ فابریکې فعالې دي.
له دې سره عبدالباري عمر زیاته کړې، چې افغانستان باید د درملو له وارداتو خلاص شي.

نوموړی د درملو برخه کې لسګونو فابریکو د فعالیت خبره په داسې حال کوي چې افغانستان ته تر ډېره له پاکستان، هند، ایران، بنګلدېش، ترکیې او نورو هېوادونو اړتیا وړ درمل وارېدیږي.

خو د درملو پر کاروباریانو نیوکه دا وي چې بې کیفیته دوا واردوي.

ښاغلي عمر د درملو له واردوونکو وغوښتل، چې د بې کیفیته درملو له قاچاق او واردولو لاس واخلي.
دغه طالب چارواکی دا هم وايي، چې په افغانستان کې باید د درملو تولیداتو کچه زیاته شي ترڅو د نړۍ هر درمل په افغانستان کې تولید شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاتوي، چې په افغانستان کې هر کال د یو میلیارد ډالرو په اندازه دوا مصرفیږي او که افغانستان خپله تولیدات ولري دا اندازه پیسې به په هېواد کې دوران شي.
ښاغلي عمر د ډبلیو اېچ او راپور ته په اشارې سره وویل، چې په افغانستان کې د عامو خلکو اویا سلنه پانګه د ناروغانو په تشخیص او درملنه مصرفیږي.
د نوموړي په وینا، د یادې سلنې د ټیټولو په موخه اړتیا ده چې په افغانستان کې کارونه او تولیدات معیاري شي.

نور خبرونه

رادیو