ملا یعقوب: د ځمکني حاکمیت په څېر به په هوایي حریم هم حاکمیت تر لاسه کړو

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د ملي دفاع وزیر ملا یعقوب وایي: «لکه څنګه چې د هېواد په ارضي تمامیت بشپړ حاکمیت لرو په لنډ وخت کې به په هوایي حریم هم حاکمیت ترلاسه کړو.»

یعقوب مجاهد د امنیت د ټینګښت په موخه د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ستاینغونډه کې وویل، چې ټول هېوادونه باید د افغانستان ارضي تمامیت او هوایي حریم ته درناوی وکړي.

نوموړی پر ته له دې، چې د کوم هېواد نوم واخلي په اخطاریې سره زیاته کړه: «هر هغه هېواد چې زمونږ خاورې ته په بې احترامۍ ګوري؛ نو له شته امکاناتو څخه په استفادې سره خپل غبرګون ښیو، مونږ د هېچا فرمایش نه منو یوازې د خپل امیر اطاعت کوو.»
د طالبانو د ملي دفاع وزیر په خپلو خبرو کې دغه راز وویل، چې د هېواد وسایط، وسلې، الوتکې او پوځي ډګرونه خوندي او د اندېښنې وړ نه دي.
ښاغلی مجاهد وایي: «هر هغه کس چې د وسایطو د ساتلو په برخه کې تشویش لري دا به د هغوی مرض وي، ځکه داسې کسان هڅه کوي چې خلک پر مونږ بې اعتباره کړي.»
یعقوب مجاهد زیاتوي: «د افغانستان خاوره مو په کنټرول کې ده، نه پر کوم هېواد د یرغل اراده لرو او نه هم د چا امنیت خرابوو او نه هم نورو هېوادونو ته اجازه ورکوو چې د افغانستان پر وړاندې داسې یوه اراده ولري.»
د طالبانو د ملي دفاع وزیر وایي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه لکه مرمۍ چې په ټوپک کې دي د طالبانو د مشر په اطاعت کې دي.
د نوموړي په خبره؛ د هېواد په هوایي قواو کې نظم رامنځته شوی او د دفاع وزارت پوهنتون بېرته فعاله شوی دی، چې پکې ډېر شمېر پیلوټان هم روزل شوي دي.
د امنیت د ټینګښت په موخه د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ستاینغونډه کې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم په خبرو کې وویل، چې طالبان په هېواد کې د مېشتو خلکو، دولتي او غیر دولتي موسساتو د خوندیتوب مکلفیت لري.
د نوموړي په وینا: «هره مسووله اداره چې د ولس د امنیت د خوندیتوب په برخه کې بې غوري وکړي د مسوولینو له خوا تر پوښتنې لاندې نیول کیږي.»
د طالبانو د دفاع وزیر په داسې حال کې د هېواد د ارضي تمامیت او د هوایي کنټرول د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بې پیلوټه الوتکې ګرځي.
طالب چارواکو مخکې هم ویلي، چې د دې ډلې حکومت داسې امکانات نه لري، چې د افغانستان پر هوایي حریم د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه ونیسي.
تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر او د دغې ډلې لوی درستیز هم ویلي وو، چې د افغانستان هوايي حریم لا هم د دوی په وینا د نورو په واک کې دی.

نور خبرونه

رادیو