افغانستان او چین د مس عینک په سیمه کې د لرغونو اثارو پر خوندیتوب ټينګار وکړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال او د دې هېواد د فرهنګي میراثونو د ملي ادارې له عمومي مشر لي چُن سره په کتنه کې د مس عینک په سیمه کې د لرغونو اثارو پر خوندیتوب ټينګار وکړ.

امیرخان متقي په دې کتنه کې ویلي، چې د مس عینک سیمه کې باید د لرغونو اثارو خوندیتوب له تضمین سره د مسو کان کېندنه او پروسس ژر پیل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپل اېکس کې د ښاغلي متقي له قوله لیکلي، چې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو په نښلون کې مهم دی.
د نوموړي په خبره؛ د یاد دهلیز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.
دا په داسې حال کې ده، چینايي رسنیو تېر کال راپور ورکړ، ښايي بیجینګ د طالبانو هغه هیله پوره نه کړي چې غواړي د بدخشان د واخان له لارې افغانستان د چین له پراخ اقتصاد سره وصل شي.
احمد ضیا تکل ویلي، چې د چین د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال بیا د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې مثبتې بللې دي.
لي چُن ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي همکارۍ کولای شي په ګڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار هواره کړي.
نوموړي په دې کتنه کې زیاته کړې، چې د دې هېواد د کانونو او فرهنګي چارو متخصصین به د مس عینک د کېندنې چارې په داسې ډول وکړي، چې د لرغونو اثارو خوندیتوب هم ورسره تضمین شي.
دواړو خواو په داسې حال کې د مس عینک د پروژې او د لرغونو اثارو د خوندیتوب په اړه خبرې کړي، چې طالبانو او چینايي چارواکو تېره ورځ د مس عینک پروژې سړک پرانیست.
په دې اړه پرانیست غونډه کې ملا برادر وويل، چې د مس عينک پروژې د پيل پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي دي.
د مس عینک کان تړون چې په ۱۳۷۸ کال کې د ۳۰ کلونو لپاره د چین له «اېم سي سي» شرکت سره شوی و، له هغو جنجالي پروژو څخه دی چې د تېر حکومت پر مهال په دې سیمه کې د لرغونو اثارو د شتون په ګډون د بېلابېلو ستونزو له امله یې کارونه پیل نه شول.
له دې سره، چین تل په دې سیمه کې د تاریخي اثارو شتون ته ګوته نیولې او ویلي یي دي؛ تر هغې چې د عینک له ساحې لرغوني اثار په خوندي توګه ونه اېستل شي، د پروژې د عملي کار پیلول سخت دي.

نور خبرونه

رادیو