د جرمني لومړی وزیر: ډېر ژر به د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړو

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د جرمني لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ده حکومت به ډېر ژر د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړي.
اولاف شولتز وویل چې هغه افغانستان او نورو هیوادونو ته په ځانګړې توګه د مجرمانو د ایستلو چارې پرمخ وړي او د دې کار لپاره چمتووالی نیسي.

د دویچې ویله د راپور له مخې، شولتز د چهارشنبې په ورځ په برلین کې یوه کنفرانس ته وویل، «ما په ښکاره وویل چې موږ د ایستلو لړۍ پلې کوو، په ځانګړې توګه افغانستان او نورو هېوادونو لکه سوریې ته د مجرمانو ایستلو ته چمتو والی نیسو.»
د جرمني لومړي وزیر په وینا د ایستلو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې جرمني غواړي ناقانونه کډوالي راکمه کړي او پریکړه به وکړي چې «څوک جرمني ته د ورتلو وړ دي».
ورته مهال، شولتز وویل د دې لپاره چې جرمني د «سوکاله او بډایه هیواد» پاتې کیدو لپاره، دا اړتیا لري چې د غیر اروپايي هیوادونو په ګډون کافي کارګران راولي.
شولتز دا هم وویل چې جرمني غواړي د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو بهیر چټک کړي.
افغانستان ته د پناه غوښتونکو د ویستلو فشار وروسته له هغه زیات شو چې د غبرګولي په میاشت کې د جرمني په مانهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له خوا یو جرمنی پولیس ووژل شو.
افغان وګړي سلیمان عطايي د غبرګولي په ۱۱ مه د یوې ښي اړخې اسلام ضد ډلې پر یوه غونډه برید وکړ، چې یو پولیس افسر یې ټپي کړ او بیا په روغتون کې مړ شو.

نور خبرونه

رادیو