متقي د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې: د ټاپي نل لیکې غځول مو په سترو لومړیتوبونو کې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د ټاپي نل لیکې غځول د دې ډلې په سترو لومړیتوبونو کې دی.

د دې وزارت مرستیال ویاند په خپل اېکس کې لیکلي، چې ښاغلي متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې وویل؛ د افغانستان اړوندې ادارې د دې پروژې د ژر پیلېدو لپاره کار کوي.

د نوموړي په خبره؛ په دې ناسته کې د دوو اړخیزو ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو پر امکاناتو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو د کار پیل پر لارو چارو بشپړې خبرې وشوې.
ښاغلي تکل د امیر خان متقي له قوله زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په خاوره کې د نل‌لیکې د غځولو اړوندې ټولې تخنیکي چارې وروستۍ او عملاً کار پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکمنستان ولسمشر څو ورځې وړاندې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو وغوښتل، چې په افغانستان کې د انرژۍ او اړیکو پروژو پلي کولو کې ونډه واخلي.
قربان قلي بیردي محمدوف ویلي وو، چې د دې کار لپاره باید له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تر پاکستان او هند د ګاز نل لیکې ټاپي او نوري فایبر پروژې پلې شي.
د ویلو ده؛ ټاپي پروژه چې د ترکمنستان له لوېدیځ ګلکینش څخه پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار ولایتونو څخه په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.
یاده پروژه د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغانستان، پاکستان، هند او د ترکمن چارواکو له خوا په رسمي توګه پرانېستل شوه.
هغه وخت تمه دا وه، چې دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت پلې شي؛ خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.
سره له دې، چې اوسمهال په افغانستان کې زرګونه کسان له سختې بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ خو طالب چارواکي وايي چې په نږدې وختونو کې به د مس عینک او ټاپي پروژو د عملي چارو په پیلېدو سره زرګونو افغانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

نور خبرونه

رادیو