مولوي کبیر د کانکور بریالیو زده‌کوونکو ته؛ د ښوونځي او مدرسې فارغان یو شان حق لري

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سږ کال له بریالیو زده‌کوونکو سره په لیدنه کې ويلي، چې د ښوونځي او مدرسې فارغان یو شان حقونه لري.
خو پر طالبانو نیوکې دي چې زرګونو له پوهنتون فارغو شويو ځوانانو ته یې دندې نه دي ورکړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن پنجشنبه د (زمري څلورمه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله لیکلي، چې د دوی حکومت د ښوونځي او مدرسې فارغو زده‌کوونکو ته یو شان حقونه ورکوي.
تر دې وړاندې د دغې ډلې له ځینو وټساپ ګروپونو داسې غږونه او له ادارو ځینې داسې لیکلي اسناد خپاره شول، چې ویلي یې و، د طالبانو په حکومت کې یوازې هغه کسان باید په دندو وګومارل شي، چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې یوازې جګړه کړې وي او په لارو کې یې ماینونه خښ کړي وي.
‏مولوي کبیر زیاته کړې، هڅه یې دا ده چې د دیني زده‌کړو تر څنګ د پوهنتونونو او د عصري زده‌کړو مرکزونو ودې ته پاملرنه وکړي.
خو واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په تېرو نږدې درېیو کلونو کې دغې ډلې ټول پام پر دیني مدرسو ورټول کړی او ښوونځي ورځ تر بلې د فلج کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د طالبانو حکومت د تېر په څېر سږکال ۱۴۰۳ هم د کانکور عمومي ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیسته او لا یې هم د درېیو کلو په تېرېدو د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه دی لرې کړی.
د ملګرو ملتونو او نړېوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره، سره طالبانو له ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ازادۍ حق اخیستی او په ټولو چارو کې یوازې خپلو نارینه هغو ملګرو ته پاملرنه کړې چې مدرسه یې لوستې وي او یایې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په جګړه کې برخه اخیستي وي.

نور خبرونه

رادیو