د طالبانو د انرژۍ وزارت وايي، سږ کال د اوبو درې بندونه جوړوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د ‘ملي کاري کنفرانس’ په ترڅ کې وویل، چې د شاه او عروس، پاشدان او کمال خان د اوبو بندونو تخنیکي کارونه بشپړ شوي او روان کال به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

عبداللطيف منصور وويل، چې په نږدې درېيو کلونو کې د ٤٥٠ مېګاواټه تولیدي برېښنا تړونونه یې هم لاسليک کړي دي.
د شاه او عروس بند د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پروت دی، چې د طالبانو په وینا د ۲۷۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو تر څنګ ۱.۲ مېګاواټه برېښنا هم تولیدوي.
طالبانو ویلي، چې د دغه بند ټول تخنیکي او فني کارونه بشپړ شوي دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د پاشدان او کمال خان بندونه به هم ډېر ژر ګتي اخیستنې ته وسپارل شي.
طالبانو د روان کال په غويي میاشت کې د پاشدان د اوبو بند د پاتې برخو د بشپړولو کار بیا پیل کړ.
د دغې ډلې د معلوماتو له مخې، دغه بند ١٣ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او د دوه مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري.
د کمال خان بند چې د طالبانو په وینا ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا په ۱۴۰۰ کال کې پرانیستل شو.

د کتونکو په باور دغه ټولې هغه پروژې دي، چې د تېر حکومت پر مهال یې چارې پیل شوې وې؛ خو د طالبانو ‌خوا د نا امنیو له امله یې چارې پڅې شوې وې او یا هم په ډېرو سیمو کې په ټپه درېدلې وې.

نور خبرونه

رادیو