یوې امریکايي کمپنۍ په محکمه کې له افغانستانه شکایت وکړ او ۱.۲ مېلیون ډالرو غوښتنه یې کړې

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

په امریکا کې یو حقوقي شرکت له افغانستانه شکایت کړی او د یو مېلیون او ۲۰۰ زره ډالرو غوښتنه یې کړې.
د هوګان لاولز کمپنۍ په خپل غوښتنلیک کې دعوه کړې، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له سقوط وړاندې یې هغه حکومت ته حقوقي خدمتونه ترسره کړي و.

د بلومبرګ خبري اژانس د سه شنبې په ورځ د (زمري دویمه) راپور ورکړی، چې دغې کمپنۍ خپله دعوه د نیویارک په منهتن کې یوې څارنوالۍ ته سپارلې ده.
د بلومبرګ د راپور له مخې، هوګان لاولز په خپل دغه غوښتنلیک کې لیکلي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې له افغانستانه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو له ډلې د قربانیانو د کورنۍ د یو تن قرباني له شکایت څخه دفاع کړې وه.
په راپور کې راغلي، چې نوموړې کمپنۍ له ۲۰۱۵ کال راهیسې د «پروبانو» په نوم د افغانستان لپاره وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې کړي او له ۲۰۱۸ کال نه وروسته یې د افغانستان د حقوقي مسلو په برخه کې د پیسو د پرې کولو په بدل کې دفاع کړې وه.
هوګان لاولز په محکمه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د حقوقي مسایلو په برخه کې خپلې چارې د ۲۰۲۱ کال وروسته له هغه مهاله چې طالبان پر دغه هېوادواکمن شوي، ځنډولې دي.
په محکمه کې د افغانستان له لوري هیڅ استازي او وکیل برخه نه لرله.
د افغانستان پر وړاندې د هوګان لاولز کمپنۍ حقوقي دعوه «د اسلامي امارت پر وړاندې د هوګان لاولز یواس ال‌ال‌پي» په نامه ثبته شوې ده.
د هوګان لاولز کمپنۍ د نړۍ په ۵۰ ښارونو کې شاوخوا دوه زره او ۶۰۰ وکیلان لري او مرکزي دفترونه یې په لندن او واشنګټن کې دي.

نور خبرونه

رادیو