سرچینې: په تورخم کې هغه افغانان چې وېزې هم لري، پاکستان ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

ځايي سرچینې وايي، له نن سهار راهیسې د تورخم پر دروازه هغو افغانانو ته هم پاکستان ته دننه کېدو اجازه نه ورکول کیږي چې قانوني وېزې لري.
ويل کیږي چې دا مهال د ننګرهار لوري ته سلګونه کسان چې ناروغان هم په کې دي ایسار پاتې دي.

له تورخم څخه یو شمېر ځايي سرچینو نن چهارشنبه د (زمری درېیمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې له نن سهار راهیسې په تورخم دروازه د پاکستان پوله ساتي ځواکونه د هغو افغانانو مخه نیسي چې پاکستان ته په قانوني وېزه ور اوړي.
دوی وايي، چې دا مهال سلګونه هغه کسان په تورخم کې د ننګرهار لوري ته په جال کې ایسار او په تمه دي خو پاکستانی لوری د ورتلو اجازه نه ورکوي.
بل پلو په تورخم کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو یوه افسر د افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې خبریال ته ويلي چې په تورخم کې یې پاکستان ته د هغو افغانانو مخه نیولې چې دوی ناروغان نه دي خو په وینا یې چې د ناروغۍ په وېزه پاکستان ته ځي.

هغه زیاتوي چې د نورو وېزو لروونکي افغانان په عادي ډول پاکستان ته روان دي خو یوازې هغه کسان نه پریږدي چې د ناروغۍ په پلمه ځي.
دغه افسر زیاتوي چې د دوی له پلټونو وروسته یې د هغو کسانو مخه نیولې چې هغوی له نورو لارو یې د ناروغۍ وېزې ترلاسه کړې او پاکستان ته د ناروغۍ په پلمه ځي.
تر دې وړاندې هم په دغې دروازې د افغان کډوالو په تګ راتګ کې پر بېلابېلو مسلو ستونزې رامنځته شوې وې او خلکو ته په تګ راتګ کې خنډونه جوړ شوي وو.
د طالبانو حکومت لا په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی خو دغې ډلې د هغو ناروغانو لپاره چې پاکستان ته د درملنې لپاره ځي د روغتیا وزارت له لوري د ارزونې یو کمیسیون جوړ کړی او د ناروغانو د ناروغۍ حالت ارزوي.

نور خبرونه

رادیو