ندا محمد ندیم: د لوړو زده کړو نصاب له بدلونونو وروسته وزیرانو شورا ته استول شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وايي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو نصاب بدل شوی او د تصویب لپاره د دې ډلې د وزیرانو شورا ته استول شوی دی.

ندا محمد ندیم وویل، چې په نوي نصاب کې «ښه اصلاحات» راغلي او ځینې موضوعات لرې شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په کابل کې د کار ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې دوی له دوو کلونو راهیسې په نوي نصاب کار کړی او د ټولنې د اړتیاو له مخې یې بدلونونه پکې راوستي دي.

دغه طالب چارواکي څرګنده نه کړه، چې د لوړو زده کړو په نوي تعليمي نصاب کې څه ډول بدلونونه راغلي او کوم مضمونونه لرې شوي دي.

خو تر دې وړاندې يې ويلي وو، چې په تعليمي نصاب کې د اسلام د تاريخ، سياست او حکومتدارۍ په ګډون پنځه نوي ديني مضامین شامل شوي دي.

څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د پوهنتونونو د اساسي مضمونونو درسي ساعتونه کم کړي او د اسلامي مضمونونو ساعتونه یې درې برابره زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د موسیقۍ او مجسمو په ګډون د هنري مضامینو تدریس بند شوی دی.

نور خبرونه

رادیو