د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت: د مس عینک کان د پروژې عملي چارې نن پیلیږي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د دغه پروژې تړون له یوه چینايي شرکت سره ۱۶ کاله مخکې د تېر حکومت له لوري لاسلیک شوی و.
طالبان وايي، نن به د یادې پروژې چارې په عملي بڼه پیل کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د چهار شنبې په ورځ د (زمري ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن په لوګر ولایت کې د مس عینک کان د پروژې رسمي پرانېستنه کېږي.
د پروژي تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حامد کرزي د حکومت پرمهال د اېم سي سي په نوم د یوې چنايي کمپنۍ سره د ۳۰ کالو لپاره لاسلیک شوی و.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي، چې د چینايي شرکت لپاره یې د برېښنا، سړک جوړولو او نورو ټولو چارو اسانتیاوې د برابرولو شرط وړاندې کړی او تمه لري چې یاد شرکت به د کان کېندلو عملي چارې پیل کړي.
د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د طالبانو له لوري د کانونو اته تړونونه لاسلیک شوي.
خو پر دغه ډله تور پورې کېږي، چې د افغانستان کانونه په نا مسلکي توګه راسپړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت کې د فساد او یو شمېر ځانګړو شرکتونو سره د تړونونو لاسلیکولو په تور د دغه وزارت مخکینی وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه او پر ځای یې هدایت الله بدري د یاد وزارت د وزیر په توګه په دنده وګومارل شو.

نور خبرونه

رادیو