سراج الدين حقاني: منظم پوځ او پولیس نه لرو، خو امنيت مو په نړۍ کې بې ساری دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو د کورنیو چارو وزير وايي، د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته.»

سراج الدین حقاني نن په پلازمېنه کابل کې د کار ملي کنفرانس ته په ونیا کې دا خبره وکړه.

سراج الدین حقاني که څه هم د چا نوم وا نه خيست خو ویې ویل، چې په همدې کمو امکاناتو يې د «مفسيدينو، مغرضينو او بد خلکو» مخنيوی کړی دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو دغه ډله امنيت خپله تر ټولو لويه لاسته راوړنه بولي، خو د دې سره سره د دې ډلې ان د والي په کچه مشران هم په ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.

داعش د دوی لپاره د امنیت ننګولو لوی لامل بلل کېږي، چې پر دوی سربېره د افغانستان اهل تشیع وګړي په نښه کوي.

همدې اندېښنو ته په پام طالبانو تېرو ورځو کې د عاشورا په لسمه په افغانستان کې مخابرتي شبکې بندې کړې وې.

په لایو ښارونو کې د شتمنو یا د هغوی د بچیانو تښتول او په ورته پېښو کې د طالب ځواکونو د ښکېلتیا راپورونه د امنیت ټینګولو په برخه کې د طالب چارواکو لپاره بله اندېښنه ده.

نور خبرونه

رادیو