طالبان: د پنجشېر شاوخوا ۲ زره قیراطه زمرد د څه باندې ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو تېره ورځ د دغه ولايت له کانونو د تازه را اېستل شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل راپور کې د پنجشېر ولایت د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري له قوله لیکلي، چې یو ځل بیا یې پر افغان سوداګرو ۲ زره ۳۴ قيراطه زمرد د ۱۳۱ زره ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل.
هغه زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې پر افغان سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي چې اوس‌مهال یوازې ٥٠٠ يې فعال دي.
د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړې ده.
ګڼ کتونکي په دې باور دي، چې دغه کانونه په نا مسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي
څه موده وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر هم د کانونو کېندنه ناقانونه بللې وه او زیاته کړې یې وه، دمګړۍ دا روښانه نه ده چې د دغو کانونو څخه تر لاسه شوې پیسې چېرته او څنګه مصرفېږي.

نور خبرونه

رادیو