روسی چارواکی: افغانستان کې ترهګري نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ورشینین «په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه» اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي په مسکو کې د بریکس د ترهګرۍ ضد کارډلې په غونډه کې وویل، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې ترهګري نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده.

د سرګي ورشینین د وینا په متن کې، چې پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې خپور شو ویل شوي، چې نوموړي د ترهګرو ډلو په ځپلو ټینګار کړی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په افغانستان، منځني ختيځ او د سوريې په شمال کې ترهګرۍ ته په اشاره وويل، دغه وضعيت په دقيقه توګه څارنې ته اړتيا لري، چې په وخت سره د رامنځته کېدونکو ننګونو مخه ونيول شي.

سرګي ورشینین په خپلو څرګندونو کې د «داعش، القاعده او طالبانو» په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ته اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو تخنیکي څارډلې د چنګاښ مياشتي په یوه راپور کې لیکلي، چې ترهګرې ډلې لا هم افغانستان د ځانونو لپاره خوندي ځای ګڼي او د دغو ډلو پر وړاندې د طالبانو نرمښت ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرو د نفوذ زمینه برابروي.

راپور وايي چې د طالبانو بې وسۍ القاعده او داعش ته نوی ژوند ورکړی دی.

د راپور له مخې القاعده د کابل او ننګرهار په ګډون په پنځو ولایتونو کې په خاموشۍ سره خپلې اډې او دفترونه پرانستي دي.

راپور وايي، «القاعدې له افغانستان څخه په لږ تر لږه پنځو ولایتونو کې د روزنیزو کمپونو او خوندي ځایونو د بیا تنظیمولو، استخدامولو او جوړولو لپاره کار اخیستی دی. د فعاليتونو دغه پراخوالى د دې لامل شوى، چې د القاعدې زيات شمېر جنګيالي له بهر څخه افغانستان ته راشي.»

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير په مسکو کې د بريکس د ترهګرۍ ضد کاري ډلې په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې ترهګرې ډلې نه يوازې په جګړه ځپلو سيمو کې د خپل نفوذ د پياوړي کولو په لټه کې دي، بلکې د نورو سيمو د کنټرول لپاره د يوې قوي اډې د جوړولو هڅې هم کوي.

نور خبرونه

رادیو