د طالبانو د ویاند مرستیال: طالبانو اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره د ښځو حقونه تامین کړي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو د ویاند مرستیال وایي، چې دغې ډلې په افغانستان کې اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره د ښځو حقونه تامین کړي دي.
حمدالله فطرت وایي، چې طالبان د اسلام په رڼا کې د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دي.

ښاغلي فطرت همداراز زیاته کړې، چې افغانستان د فرانسې او نورو اروپایي هېوادونه په څېر نه دی او خپل ارزښتونه، باورونه او کلتور لري، چې پر اساس یې خلکو ته حقوق ورکوي.
ښاغلی فطرت دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې یادې ډلې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته تر ټولو ډېر فشارونه او محدودیتونه په ښځو راوستي او د زده کړو او کار کولو په ګډون یې افغان مېرمنې له ټولو لومړنیو حقونو بې برخې کړي دي.
دغه ډله په دې باور ده، چې که ښځې زده کړې او کار وکړي په ټولنه کې د فحشاء لامل کیږي.
بېلابېلو طالب چارواکو هم په ځلونو ویلي، چې د نړۍ ۴۵ هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته له «بې حجابۍ او بې سترۍ پرته نور هېڅ نه وو راوړي.»
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په داسې حال کې د ښځو د حقونو د تامین خبره کوي، چې څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د طالبانو په بندخونو کې پر ښځینه بندیانو د دغې ډلې د ساتونکو له خوا جنسي تېری شوی، چې له امله یې ۱۶ مېرمنې مېنداوره شوې دي.
پر دې سربېره، په ځلونو داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې ډلې چارواکي او مسوولان نجونې په زوره بیایي او په جبري توګه ورسره نکاح کوي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د امر بالعمعروف وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو د محدودولو په موخه څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي.
له شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو د ټولو ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو بندېدل، په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو منع کېدل، پارکولو او ورزشي لوبغالو ته یې د تګ مخنیوی، له محرم پرته سفر ته نه پرېښودل او د ښځو پر سیاسي او ټولنیزو مشارکت بندیزونه هغه څه دي، چې یادې ډلې پر ښځو وضع کړي دي.
سره له دې، چې نړۍوالو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي، خو دا ډله وایي چې د ښځو اړوند مسایل کورني مسایل دي او نور هېوادونو پکې د مداخلې حق نه لري.

نور خبرونه

رادیو